اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

متقی لویدیځ ته:که اندېښنې لري نو خپل سفارتونه دلته پرانیزي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې په غونډه کې ویلي، چې ځینې کړۍ هڅه کوي د نشه‌یي توکو سره د مبارزې، امنیت او نورو برخو کې د یادې ډلې لاسته راوړنې له پامه وغورځوي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې په غونډه کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ویډیویي کلیپ خپور کړی دی.

په دغه ویډیويي کلیپ کې امیر خان متقي وايي، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د یادې ډلې د امنیت، نشه‌یي توکو سره د مبارزې او لویو پروژو د پلي کېدو په برخو کې لاسته راوړنې د منفي تبلیغاتو سیوری وغوړوي.

نوموړی وايي، په دې ورستیو کې د لویدیځ له لوري داسې تورونه ورپورې شوي چې په افغانستان کې بشري حقونه او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې او په دغه هېواد کې القاعده او نورې ډلې فعالیتونه کوي.

متقي دا ډول تورونه ردوي.

نوموړی وایي:« که لویدیځ هېوادونو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو، بشري حقونو او القا/عده ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې وي بیا دې راشي او دلته دې خپل سفارتونه خلاص کړي. په ډیپلوماټیک ډګر کې دې راوړاندې شي او هر څه دې له نږدې وویني.»

دغه طا-لب چارواکی وايي، هغه څوک چې افغانستان ته د راتلو جرائت نه لري او سرچېنې یې هم مشکوکې دي هغوی دا تورونه لګوي.

نوموړي په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خیست؛ خو وايي هغه څوک چې د فلسطین د ولس په کړولو کې مستقیم لاس لري، شاوخوا ۳۸ زره فلسطینیان یې وژلي، ۸۸ زره یې ټپیان کړي او تر لسو زرو ډېر ماشومان یې وژلي دي، دا بې انصافي ده چې هماغه خلک موږ ته د بشري حقونو د سرغړونې په اړه غږېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا