د ایران د ولسمشر حسن روحاني ورور د مالي جرم په تور ونیول شو
په ایران کې د ولسمشر حسن روحاني ورور حسین فریدون د مالي جرم په تور ونیول شو.
د ایران د قضایه قویې ویاند محسني اژه ايي ویلي دي چې د ایران د ولسمشر ورور حسین فریدون په اړه په ډیرو زیاتو مواردو کې تحقیقات دوام لري چې ددوې له جمع نه د مالي جرمونو په تور نیول شوی او زنداني ته معرفي شوی دی.
ویاند ویلي دي چې حسین فریدون چې د ولسمشر روحاني د ځانګړي سلاکار په توګه هم دنده لري پرون د محکمې لخوا په ضمانت خوشې شو خو دا چې نوموړی د ضمانت خط په راوړولو کې پاتې راغی د محکمې لخوا زندان ته واستول شو.
ویاند ویلي دي چې د حسین فریدون د په دوسیه کې یو زیات شمیر نور کسان هم دخیل دي چې اوس په زندان کې دي.
ویاند ویلي دي هر کله چې حسین فریدون د ضمانت خط شرایط پوره کړي او ضمانت خط راوړي د خوشې به شي.
د ولسمشر حسن روحاني کشر ورور او د هغه سلاکار حسین روحاني په یو زیات شمیر مالي تورونو تورن شوی دی.