Uncategorizedاسلایدشو

په پېنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ وسله وال برید

دید خبرې آژانس: د امریکا د ولسمشرۍ پر نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پېنسلوانیا کې د وینا پر مهال برید شوی دی.

سي اېن اېن راپور ورکړی، چې ټرمپ له ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی او امنیتي ساتونکو پورته کړی دی.

له دغه برید څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی دی.

د راپورونو له مخې؛ ټرمپ وروسته له دې چې پر ځمکه ولوېد بېرته راپورته شو او خپلو پلویانو ته یې څه ویل غوښتل؛ خو امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه ویستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button