اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ایګلند: افغانستان ته ډيپلوماتان دې ستانه شي

دید خبرې آژانس: یان ایګلند، د ناروې د کډوالو شورا، ان ار سي، مشر له بهرنیو ډیپلوماټانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د لږکیو د حقونو د ساتنې په موخه افغانستان ته ستانه شي.

یان ایګلند وویل، چې په افغانستان کې مرستندویه ډلې د بودجې له کموالي سره مخامخ او تر پراخ فشار لاندې دي.

تر دې مخکې د برتانیا د حکومت د مرستو د څارنې د یوې ادارې مشر هیو بیلي ویلي و، چې هېواد یې باید په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ولري څو له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي او په دغه هیواد کې د خپلو مرستو اغېزمنتیا وڅاري.

د هیو بیلي د څرګندونو په غبرګون کې د ناروې د کډوالو شورا مشر د جمعې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې بریتانیا او نور نړیوال مرستندویان باید خپل ډیپلوماتان کابل ته راستانه کړي.

هیو بیلي ویلي و، چې په کابل کې د لویدیځو هیوادونو نه شتون د مرستندویه موسسو کارونه ډیر ستونزمن کړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر د هیو بیلي د خبرو په تاییدولو سره لیکلي دي: «ډیپلوماتان باید بیرته راشي او دلته له موږ سره د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د اقلیتونو د حقونو د ساتنې لپاره مبارزه وکړي.»

يان ایګلند وویل، چې ناټو په ۲۰۲۱ کال کې ۴۰ میلیونه افغان ملکي وګړي یوازې پرېښودل او اوس مرستندویه ډلې د مرستو په رسولو کې “ډېرې یوازې دي، د بودجې له کموالي سره مخامخ دي او ټر ډیر فشار لاندې دي. “

د ناروې د کډوالو د شورا مدیر مارتين هارتبرګ هم د بريتانيا د بشري مرستو د ارزونې په راپور کې په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور د پياوړتيا هرکلى کړی.

مارتین هارتبرګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ودې او ملاتړ لپاره د بریتانیا د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا مدیر په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ښځو په مشرۍ کوچني کاروبارونه د ماهرو کارګرانو په موندلو او مالي خدمتونو لکه پورونو او پانګونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.

کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، غربي ډیپلوماتان له افغانستانه ووتل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا