اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په تاجکستان کې د چین پټه اډه

دید خبرې آژانس: ټیلګراف په یوه راپور کې لیکلي چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي.

د دغه رپوټ له مخې چین غواړي د دغې اډې له لارې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان څخه ګواښونه کنټرول کړي.

د ټلګراف د راپور له مخې چې د جنګاښ په ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ خپور شو، چین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د نړۍ په یوه لرې پرته سېمه کې پوځي اډه جوړوي.

چین په ۲۰۱۶ کال کې له تاجکستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

ټیلګراف څرګنده کړه، چې دا تاسیسات د دواړو هېوادونو څارونکي برجونه او ځواکونه لري.

د راپور له مخې، چين او تاجکستان اوس منظم ګډ پوځي تمرينونه کوي، چې د چين په دولتي رسنيو کې ښودل شوي دي.

د تاجکستان او چین چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دغې اډې موجودیت نه دی تایید کړی.

ټیلګراف لیکي، چې د سپوږمکۍ عکسونه د دې اډې د جوړولو او هغې ته غځیدلو سړکونو کې ثابت سرعت ښیي.

افغانستان د واخان په سیمه کې له چین سره او په شمال کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري. تاجکستان په وار وار په سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان په شاوخوا کې د “امنیتي کمربند” د جوړولو غوښتنه کړې ده.

چین او طا-لبانو په تیرو دریو کلونو کې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ټیلګراف لیکي، چین په دې لټه کې دی چې په خپلو ټولو پولو کې خپل پوځي نفوذ پراخ کړي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو وروسته چین په امنیتي برخه کې د تاجکستان د حکومت له اندېښنو څخه کار اخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا