اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نوری: بهرني ځواکونه د افغانانو منحرف کولو لپاره هېواد ته راغلي وو

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوری وايي، د هېواد له سرحدونو ساتنه د اسلامي امارت یو له مهمو مسوولیتونو شمېرل کېږي.

نورالله نوري زیاتوي، د هېواد سرحدونه د افغان ولس یو له مهمو ارزښتونو دي او د هغو په ساتنه کې به هېڅ ډول ناغېړي ونه کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست، نورالله نوري و ویل: د افغانستان یوه لویشت خاوره موږ ته تر سر هم ډېر ارزښت لري. دا د اسلامي نظام حدود دي. د اسلامي نظام د حدودو ساتنه زموږ فریضه ده.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکه وکړه او وایي چې بهرني ځواکونه د افغانانو د ذهنونو د منحرف کولو لپاره هېواد ته راغلي وو، نه له افغانانو سره همکارۍ ته.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست، نورالله نوري زیاته کړه: امریکایان دلته یوازې د سنګر ساتنې لپاره نه و راغلي چې د اسلامي امارت وګړي وځپي. امریکایان په افغانستان کې د دین د عقیدې د بنیاد ایستلو لپاره راغلي وو.

د یاد وزارت سرپرست دغه راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ریښتینی اسلامي نظام واکمن شوی او دا کار د زیاتو قربانیو په پایله کې شوی او اوس باید ساتنه ترې وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا