اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په کابل کې د متقي او عربستان سفیر کتنه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د سعودی عربستان له سفیر سره لیدلي دي.

د طا-لبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د نوموړي وزارت ویاند حافظ ضیااحمد په خواله شبکې اېکس کې د متقي او د افغانستان لپاره د سعودي عربستان د سفیر ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

متقي په دې لیدنه کې هیله ښودلې د ښاغلي فیصل د ماموریت په موده کې به دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان شاوخوا یو کال وړاندې په کابل کې خپل سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله وځنډاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد قطر ته له خپل وروستي سفر وروسته ویلي چې په دوحه کې یې د سعودي عربستان له استازو سره لیدلي او ټاکلې ده چې د دغه هېواد سفیر افغانستان ته راشي.

حافظ ضیااحمد تکل لیکلي چې د سعودي عربستان سفیر په تېرو نږدې درېیو کالو کې د طا-لبانو لاسته راوړنې ستایلي او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره به د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا