اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د بودجې لوى بحران سره مخ یو

دید خبرې آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د «د بوديجې لوى بحران» سره مخامخ دی.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان په څه باندې لسو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړونکو سیلابونو له امله زیانمن شوي خلک زیاتو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: « په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې له پراخ بحران سره مخ دی؛ خو دې بیړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره خپلې شته سرچینې کاروي.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې دا مهال دوى په میاشت کې ١٢٥زره سېلاب ځپلو باندې د خوراکي توکو کڅوړې وېشي.

دغه اداره وايي، دغه مرستې تر ډېره په بغلان، فاریاب، غور، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوي دي. هغه ولایتونه چې د وروستیو سیلابونو له امله يې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستيو سېلابونو د دوى ټول شته له منځه وړي او آن د خوړلو لپاره هېڅ څه نه لري.

دخوړو نړيوال پروګرام وايي، اوږد مهاله پانګونې ته اړتیا ده؛ څو اغېزمنې کورنۍ بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او خپل عادي حالت ته وګرځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا