اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

یعقوب مجاهد د جاپان له سفیر سره وکتل

دید خبرې آژانس: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد  په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په کتنه کې «د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو پر اهمنیت» خبرې کړې دي.

دفاع وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې کتنه کې ښاغلي مجاهد د جاپان له مرستو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر ټينګښت، ټینکار کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي:«اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.»

د خبرپاڼې پر حواله د جاپان سفیر هم په دغې کتنه کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت له کړنو ستاینه کړې او د افغانستان له خلکو سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي کورمایا زیاته کړې:«جاپان د روغتیا، کرنې، زده‌کړو په برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاریو ته ژمن دی.»

له دې مخکې په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې دغه هېواد د افغانستان له بزګرو سره د ۱۰ مېلیون ډالرو مرسته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا