افغانستانروستي خبرونه

فاریاب کې ازبکستاني طالبان جنګېږي

په فارياب کې ځايي سرچينې وايي چې ازبکستاني وسله وال له پرمختللو وسلو سره د ولايت خواجه سبز پوش ولسوالۍ ته ننوتلي او له طالبانو سره په ګډه له لرې ساحو دولتي ځواکونه په نښه کوي.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې د ولسي پاڅون درې غړي نن سهار د ولسوالۍ په صحرايي کلا سيمه کې ددغه وسلې”تک تيرانداز” يا لرې وېشتونکې وسلې پر مټ په نښه او وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((ازبکستاني وګړي له لرې وېشتونکو وسلو سره خواجه سبز پوش ولسوالۍ ته ننوتلي، نن سهار يې د ولسي پاڅون ځواکونو له ډلې څلور کسان په خپلو پوستو کې له لرې واټن په نښه کړل.))
معصومي وويل چې دا څلور کسان هغه مهال له لرې د طالبانو د بريد نښه شول چې لومړى پوسته ته نږدې د هغوى يو ملګرى په مرمۍ ولګېد، دوى غوښتل د خپل همکار مړى اوچت کړي چې دويم، درېيم او څلورم کس هم له ورته برخليک سره مخ شو.
د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې ياد شوي کسان په پوسته کې ويده وو، طالبانو سهار پنځه بجې له يوې خالي حويلۍ نه د لرې ويشتونکي وسلې په وسيله دغه دولتي ځواکونه په نښه کړل.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د خواجه سبزپوش ولسوال همدارنګه وويل چې يو تورن پرون غرمه د ولسي پاڅون ځواکونو د قوماندان سليم باى ساتونکى محفيظ احمد د تمانچې په ډزو د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ووژلو چې وروسته يې د هغه وسله واخيسته او د طالبان تر واک لاندې ساحې ته وتښتېده.
د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش وويل چې نن سهار څلوربجې د شيرين تګاب ولسوالۍ د بازار تپې سيمه کې ځاى پرځاى شوى ماين وچاودېد چې له امله يې د پوليسو يو ساتمن وژل شوى او بل ژوبل شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا