اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

امریکا: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له هېوادونو سره ګډې ګټې لرو

دید خبرې آژانس: متیو میلر، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د ټي ټي پي(تحریک طا-لبان پاکستان) په وړاندې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو د ملاتړ په اړه ویلي، واشنګټن په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري.

میلر په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ملاتړ کوي، څرګند ځواب ور نه کړ. خو هغه زیاته کړه امریکا په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري.

هغه وویل چې د پاکستان خلک د ترهګرو ډلو څخه ډیر زیانمن شوي دي او امریکا په منظمه توګه له پاکستان سره د سیمه ییز امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وسله والو ډلو پر ضد د «عزم استحکام» په نوم عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر اصف دراني په ګډون یو شمېر جګپوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو پر ضد د هوايي بریدونو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا