اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو واکمنۍ سره په افغانستان کې د بیان آزادۍ ودې دوره پای ته رسیدلې

دید خبرې آژانس: جي ایکس فنډ، د رسنيو  ملاتړي بنسټ په یوه څېړنه کې ويلي چې ٢٠٢١ کال په افغانستان کې د طا-لبانو بيا واک ته رسېدو سره سم په هیواد کې د رسنیو غوړېدو او د بیان ازادۍ وده پای ته ورسیده.

د دغه څېړنې پر بنسټ، د جمهوري رژيم نسکورېدل او د «استبدادي واکمنۍ» بيا پيلېدو په افغاني رسنیو کې د وېرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده.

د يادې څېړنې په راپور کې راغلي، په هېواد کې خپلواکې او بېلابېلې نادولتي رسنۍ له خطر سره مخامخ دي او ډېری خبريالانو د امنيت او ازادۍ په لټه خپل وطن پرېښى دى.

په همدې حال کې، دغه سازمان ویلي چې په جلا وطنۍ کې پر ځینو رسنیو له بندیزونو سره سره بیا هم دغه رسنۍ د هېوادوالو په منځ کې له محبوبيت څخه برخمنې دي.

دغه سازمان وايي، سره له دې چې خبريالان او خپلواکې رسنۍ په جلاوطنۍ کې له ننګونو سره مخ دي، خو افغان ولس ته يې د معلوماتو رسولو ته دوام ورکړی دی.

د نوموړې څېړنې په يوه برخه کې راغلي « په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طا-لبانو بيا واک ته رسېدو سره سم د رسنیو د ودې او د بیان ازادۍ د غوړېدو دوره پای ته ورسېده. د افغان حکومت نسکورېدل او د یوه استبدادي رژیم بیا را پيلېدو په رسنیو کې د وېرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده.»

د دې سازمان په وینا په جلاوطنۍ کې د شته افغان رسنیو په اړه یو واحد نظر نشته.

د خپلواکو رسنيو  ملاتړى دغه بنسټ څرګنده کړې « جي اېکس فنډ، د رسنیو د څېړونکو او د فيکس ډشبورډ سره په مشوره، په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو ملاتړ او ساتلو ته دوام ورکوي. اوس مهال په دغو رسنيو کې ۴۷ خپلواکې رسنۍ شاملې دي.»

د جي اېکس فنډ په وینا، د افغانستان د خپلواکو رسنیو د یوټیوب لیدونکو شمیر د ٢٠٢٤ کال تر اپریل پورې ٢٦ میلیونو ته رسېدلى؛ په داسې حال کې چې په فیسبوک کې ټولټال شپږ میلیونه څارونکي هم له دې رسنیو سره اړیکه لري.

د دې ادارې په وینا،  په جلاوطنۍ کې د افغانستان  ۲۷ سلنه رسنۍ ددې څېړنې تر پوښښ لاندې له ټلویزیونونو څخه کار اخلي.

دغه بنسټ د افغانستان د ازادو رسنیو پر ملاتړو سازمانونو غږ کړی چې د ټلویزیوني خپرونو د تولید لوړ لګښت ته پام وکړي.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان د بيا واک تر لاسه کولو راهيسې پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان يو شمېر ازادې او خپلواکې رسنۍ له هېواده وتلي او په جلاوطنۍ کې يې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا