اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په افغانستان کې د اوبو رسولو ۲۱ پروژې د یونیسف تر کار لاندې

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د اوبو رسولو د ۲۱ پروژې د جوړولو او بیا رغولو په حال کې دي.

دغه صندوق پر اېکس لیکلي دي چې د دغو پروژو مالي ملاتړ د جاپان له خوا کېږي.

یونېسف وايي: «هر ماشوم، که په کور کې وي، که په ښوونځي کې، که د ډاکټر تر څنګ وي او یا هم په ټولنه کې، د پاکو او خوندي اوبو کارولو ته اړتیا لري.»

د دغه راپور پر بنسټ، دغه پروژې تر ډېره د افغانستان په کلیو کې پلي کېږي.

په همدې حال کې د هېواد د ډېرو سيمو اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په دې برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

بل خوا په هېواد کې يو شمېر ډاکټران وايي، چې په ټول هېواد کې د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو يو لامل د څښاک د پاکو او صحي اوبو نشتوالى دى.

دغه ډاکتران په دې باور دي چې د اوړي په موسم کې د نس ناستې او کولرا په څېر د موسمي ناروغيو د رامنځته کېدو اصلي لامل د هېواد د بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو لپاره پاکو او صحي اوبو ته نه لاسرسى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا