اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه
د اسحاق ډار او فیلیپو ګرانډي خبرې اترې د افغان کډوالو په اړه
دید خبرې آژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر اېکس لیکلي چې د غونډې تمرکز د افغان کډوالو وضعیت و.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ګرانډي د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د هغوی لپاره یې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهير پيل کړى دى.
د الجزیرې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت تېره اوونۍ د ٨٠٠زرو نورو افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد هره ورځ په سلهاو افغان کډوال په جبري ډول وباسي.