اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبانو په کندهار کې له سلو څخه ډېرې صرافیانې تړلې

دید خبرې آژانس: په کندهار ولایت کې سرچېنی وایې چې د طا-لبانو له لوري د کندهار د صرافۍ مارکیټ ګڼې هټۍ او د هغو صرافانو کاروبار بند شوی چې د صرافۍ په مارکیټ کې یې وړې صرافۍ لرلې.

د سرچینې په وینا، د طا-لبانو په دغه کار سره ۷۰۰ کسان وزرګاه شوي دي.

د سه شنبې په سهار د (چنګاښ ۱۹مه) په دغه ولایت کې د صرافانو په دوو لویو مارکیټونو کې چې د دغه زون په کچه لوی سوداګریز مرکزونه دي، د طالبانو له لوري په کې سل هټۍ وتړل شوې.

طا-لبانو د هغو کسانو کاروبار بند کړی، چې واړه کارځایونه یې لرل او د صرافۍ لاسي کاروبار یې کاوه.

په کندهار ولایت کې صرافان وايي، طا-لبانو هغه هټۍ تړلې چې جوازونه یې نه وو نوي کړي.

صرافان وايي، د طا-لبانو له لوري د صرافۍ جواز د اخیستلو لپاره د طا-لبانو له لوري اېښودل شوي شرطونه ملا ماتوونکي دي.

د طالبانو د نویو اصولو له مخې، د صرافۍ جواز غوښتونکي باید لس مېلیونه افغانۍ حکومت ته ضمانت ورکړي.

طا-لبانو څو ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د صرافیو ګڼې هټۍ تړلې وې.

طا-لبانو تېره ورځ د کابل شهزاده سرای او څېرمه سیمو کې د ګرځنډه صرافانو پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د طا-لبانو یوې ګډې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:« د شهزاده سرای ټولو لاس پلورونکو ته خبر ورکول کېږي، چې په سرای کې دننه د فعالیت اجازه نه لري.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا