اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د طا-لبانو مخابراتو وزارت: لس میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د سیمکارټونو د ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه د بېلابېلو مخابراتي شبکو شاوخوا لس میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د دغه وزارت ویاند همداراز د سیمکارتونو د ثبتونې بهیر د لا اسانه کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی وايي: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت توانیدلای چې د بیلابیلو مخابراتي شبکو لس میلیونه هغه سیمکارټونه چې مشترکینو ته ویشل شوي، ثبت او راجستر کړي او بېرته یې مشترکینو ته و ویشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دوه نیم کاله وړاندې مخابراتي شرکتونو ته یوه طرحه استولی وه، چې پر بنسټ یې په کابل او ولایتونو کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر پیل او تر دې مهاله روان دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا