اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
د کنر ولایت اته ټنه پیاز هند ته صادر شوي دی
دید خبرې آژانس: په کنر ولایت کی افغان سوداګر وايي چې اته زره ټنه پیاز د ۹۱ میلیون افغانیو په ارزښت هند هیواد ته صادر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سوداګر له هېواده بهر د افغاني تولیداتو او محصولاتو د صادرولو په برخه کې د ګڼو ننګونو له شتون څخه شکایت کوي.
دا سوداګر د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه، زیاتې مالیې، د ګمرکي تعرفو لوړه بیه او د هېواد په بندرونو کې د معیاري سړو خونو نشتوالی د دوى په وړاندې له عمده ننګونو څخه بولي.