اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو نظامي قوماندان د مرکزي بانک مشر وټاکل شو

دید خبرې آژانس: د طالبانو مشر، نوراحمد اغا د دغې ډلې یو نظامي قوماندان د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د تېر حکومت پر مهال د طا-لبانو په جګړې کې، نور احمد اغا د «ماینونو جوړولو مالي ملاتړ کوونکی» او طالب قوماندانانو ته د پیسو د وېش مسوول و.

د امریکا متحدو ایالتونو نور احمد اغا د «نړېوال ترهګر» په توګه نومولی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال و.

د طا-لبانو ویاند د شنبې په ورځ وویل. چې د دغې ډلې مشر، هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د طا-لبانو پر دغو دوو نظامي قوماندانانو د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري بندیزونه لګیدلي دي.

هدایت الله بدري په ۲۰۰۵ کال کې په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د طا-لبانو لپاره د اکمالاتو او پوځي تجهیزاتو مسوولیت په غاړه واخیست.

همدارنګه د امریکا د مالیې وزارت د راپور له مخې، ښاغلي بدري په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګو بریدګرو لپاره د زکات راټولولو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ مسوول و.

نوموړی د مرکزي بانک د ریاست له دندې وړاندې د طا-لبانو د مالیې وزیر و.

بدري په داسې حال کې د کانونو وزارت ته د وزیر په توګه ورپېژندل کېږي، چې یاد وزارت له بهرنيو شرکتونو سره د کانونو د لسګونو تړونونو د وروستي کېدو له امله په يوه مهمه اداره بدل شوى دى.

د طا-لبانو د کانونو پخوانی وزیر شهاب الدین دلاور چې په مالي او اداري فساد تورن دی، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

واک ته د طا-لبانو له رسیدو وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې.

همدا راز د افغانستان بانکي سیستم له بندیز سره مخ شوی او له افغانستان سره رسمي مالي راکړه ورکړه بنده شوې ده.

تر دې مخکې د اقتصادي بندیزونو د پلي کېدو په برخه کې کارپوه اډم سمیټ وال سټریټ ژورنال ته ویلي و؛ چې په مرکزي بانک کې د نور احمد اغا شتون له مرکزي بانک سره نړېواله راکړه ورکړه خورا ستونزمنوي.

د هغه په وينا، دغه ګمارنه د پخوا پرتله ګواښونه زياتوي او وضعيت پېچلى کوي.

تېر کال، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر د امریکا کانګرس ته په خپل راپور کې وویل، چې د طا-لبانو په ادارې پورې تړلي مرکزي بانک د پیسو مینځلو او «ترهګرۍ د ملاتړ» په وړاندې «کافي تدبیرونه» نه لري.

دغه ادلون بدلون په داسې حال کې کیږي چې طالبانو ددوحې په درېیمه غونډه کې پر خپل مالي او اقتصادي سیسټم د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

خو ملګري ملتونه او امریکا ټینګار کوي چې د بندیزونو لرې کول نیغ په نیغه د بشري حقونو په پام کې نیولو او د ښځو د حقونو په ورکړه پورې اړه لري.

طا-لب چارواکو اندېښنه ښودلې چې پر مالي او بانکي سیستم بندیزونو د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

خو امريکا دغه ادعا رد کړې او وايي، چې خصوصي بانکونه او نړيوال بنسټونه د بشري مرستو په رسولو کې په بشپړ ډول ازادي لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا