اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو باندې د چین او تاجکستان مشرانو ټینګار

دید خبرې آژانس: د چین او تاجکستان مشرانو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د پراخ بسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د شي جېن پېنګ او امام علي رحمان په ګډې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغوی په افغانستان کې له هغه دولته ملاتړ کوي چې په کې ټول قومونه، مذهبي او سیاسي ډلې ونډه ولري.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې یو خپلواک، بې پرې او متحد افغانستان د سیمې په ګټه دی.

شي جېن پېنګ د شانګهای د همکاریو سازمان له ناستې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی او هلته یې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره کتلي دي.

دغو دواړو مشرانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو څخه پاک او سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي دي.

تر دې وړاندې هم د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو د دغه سازمان په ناسته کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو یواځینۍ حل لاره ده.

دغو مشرانو ټینګار کړی، چې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره یواځینۍ لاره په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو استازو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل دي.

له بل پلوه د شانګهای همکاریو سازمان له ناستې وروسته د روسيې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغو هېوادنو مشرانو د افغانستان شاوخوا د « امنیتي کمربند» د جوړولو له طرحې ملاتړ کړی دی.

دغو رسنیو لیکلي، چې د امنیتي کمربند طرحه د تاجکستان د ولسمشر له‌خوا وړاندې شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا