اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

د فلسطینی شهیدانو شمیر تر ۳۸ زرو تنو څخه واوښت

دید خبرې آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په نتیجه کښې د فلسطینی شهیدانو وروستۍ احصائیې اعلان کړې چې د شهیدانو شمیر له ۳۸ زرو تنو څخه اوښتی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر له ۳۸ زرو تنو څخه اوښتی دی.

 دغه وزارت په یوه راپور کې زیاته کړې: په دې موده کې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۱۱ تنه شهیدان او د ټپیانو شمېر ۸۷ زره ۴۴۵ ته رسېدلی دی.

د ایران د مطبوعاتو او د لبنان د النشره ویب پاڼې د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د څلورو تنو په وژلو سره ۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۹ تنه نور ټپیان شوی

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا