اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ګوترېش: په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړ شي

دید خبرې آژانس: ګوترېش د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په سرمشریزه کې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې دې داسې حکومت جوړ شي چې په خبره یې، بشري حقوقو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې ټول هېوادونو دې یو موټی شي؛ څو په خبره یې، افغانستان یو ځل بیا د اورپکو پر ځالې بدل نه شي.

نوموړي له سوډان نیولې بیا تر ساحل پورې، د کانګو له جمهوریت نیولې تر سومالیا پورې، له میانمار نیولې تر هایتي پورې او افغانستان کې د سولې ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

د شانګهای همکاریو سازمان څلورویشتمه کلنۍ ناسته د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوه.

یاده دې وي چې د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو هم په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې ټينګښت لپاره یوازینۍ لار بللې ده.

د هغوی په وینا، د افغانستان په حکومتي چوکاټ کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو ګډون په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ضمانت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا