Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

13 افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شول

دید خبرې آژانس: د پاکستان له زندانونو څخه ديارلس افغان اتباع خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې میاشتې تر لسو کلونو بند  باندې محکوم  شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت روانه اوونۍ له دغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړى.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره بې اسناده کډوال له دغه هېواده وایستل شي.

Back to top button