اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مولانا فضل الرحمان پاکستان پوځ ته/ پر افغانستان د برید پر ځای پاکستان کې ترهګري ورکه کړئ

دید خبرې آژانس: مولانا فضل الرحمان؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي، د پاکستان پوځ دې پر افغانستان د برید پر ځای په پاکستان کې دننه ترهګري ورکه کړي.

هغه ویلی دي چې د پاکستان پوځ غواړي په دې ډول خپله ماتې پټه کړي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وړمه ورځ د دغه هیواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان پوځ دې پر افغانستان د برید پر ځای په پاکستان کې دننه ترهګري ورکه کړي.

هغه وايي، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې کله چې پاکستان پر افغانستان د برید لپاره امریکايي الوتکو ته خپلې اډې پر افغانستان د برید لپاره ورکړې، «هغه مهال مو ولې په دې خبرو فکر نه و کړی.»

مولانا وړاندې وايي، «پاکستاني پوځ په پاکستان کې د ترهګرو پر وړاندې ماتې خوړلې اوس غواړي دغه ماتي په دې پټه کړي چې پر افغانستان برید کوو او ترهګري له منځه وړو.»

تر دې وړاندې هم مولانا فضل الرحمان ورته څرګندونې کړې وې خو پوښتنه داده چې د نوموړي د داسې څرګندونو په وړاندې د پاکستان پوځ ولې چوپه خوله دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځ ته په اشارې وویل، «په خیبرپښتونخوا کې د حکومتي پروژو له بودجې لس سلنه مو همدې ترهګرو ته نه ورکوله؟ نو یا خو په لوی لاس د دوی ملاتړ کوئ او یا ترې وېریږئ»

مولانا فضل الرحمان پوځ او حکومت تورن کړل چې هر هغه څه چې دوی یې د پاکستان په ګټه ترسره کوي د دغه هیواد په ګټه نه دي او د ده په خبره، «که د داسې کړنو کومه ګټه وي نو د کوم بل هیواد په فرمایش ترسره کیږي او ګټه هم هغه ته رسوي.»

د مولانا فضل الرحمان داسې څرګندونو ته د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی، خو شنوونکي وايي، د روان کال په اپریل میاشت کې د پاکستان په ټاکنو کې د مولانا تر ناکامۍ وروسته هغه خوله خلاصه کړې او داسې څرګندونې کوي.

ځینې په دې باور دي چې که مولانا په هر هدف دا خبرې کوي، ټولې ریښتیا دي او له پخوانیو رازونو پرده پورته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا