اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په روان کال کې د خوړو نړېوال پروګرام مرستې له ۲۴ زرو زیاتو بېوزله افغان کورنیو سره

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام وايي، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي.

دغه پروګرام وايي، له تېرو شپږو لسیزو راهیسې د دغه هیواد له بېوېلو کورنیو سره مرستې کوي.

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو څخه زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي.

تر دې وړاندې هم د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو کورنیو او د طبعیي پېښو پر مهال د بیړنو مرستو خبرونه ورکړي وو.

د ډبلیو ایف پي مسوولان وايي، چې له تېرو شپږو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرستې کوي چې د بېوزلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کړې.

د خوړو نړېوال پروګرام چارواکي وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې، په ټول افغانستان کې له ۲۴۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د طبیعي پېښو پر مهال چې ډیر اغیزمن شوي وو خپلې مرستې روانې ساتلې.

دغه پروګرام د هغو افغان کورنیو سره مرستې کوي چې کورنی مالي حالت يې کمزوری او یا د طبعیي پېښو له امله اغېزمن شوي او بې کوره شوي وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا