اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

طا-لبان په پنجشېر کې د زمردو نندارتون جوړوي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پنجشیر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۰مه د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي.

یاد وزارت وايي، له دغه نندارتون یې موخه د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو لپاره بازار موندل دي.

د طا-لبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په پنجشیر کې د لومړي ځل په نږدې راتلوونکي کې د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه نندارتون د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې موخه یې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادراتو وده، د لاسي صنایعو د کلتور پراختیا او پانګونې ته د خلکو رابلل ښودل شوي.

پنجشېر کې د طا-لبانو د کانونو رياست د روان لمریز کال په سر کې ويلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

دغه ریاست دا هم ویلي و، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ډالره عواید ترلاسه کړي.

د طا-لبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه نندارتون کې به د زمرودو او قیمتي ډبرو تر څنګ د کرنې برخې تولیدي توکي، سنتي د دوا جوړولو بوټي او غالۍ هم نندارې وړاندې شي.

واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قېمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طا-لبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا