اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبان ویلي: په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ تنه بهرني وګړي بندیان دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو چارواکو ویلي چي اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا شپېته تنه بهرني وګړي بندیان دي.

عبدالله همدرد د زندانونو د ریاست د مرستیال وایي، شپېته بهرني وګړي چې لس مېرمنې هم په‌کې دي اوسمهال د افغانستان په محبسونو کې بندیان دي.

د طا-لبانو دې چارواکي د دې بندیانو د هویت په اړه او دا چې د کومو هېوادونو وګړي دي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بنټ خبرداری ورکړی و چې امریکايي وګړی رایان کوربت چې له دوو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له جدي روغتیايي خطر او حتی مرګ سره مخامخ دی.

کوربت په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱م کال کې چې طا-لبان پر افغانستان واکمن شول دی له افغانستانه ووت خو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو چې سمدستي د طا-لبانو له خوا ونیول شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا