اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې د کانکور آزموینه/ د نجونو د نه ګډون اندېښنې

دید خبرې آژانس:  په کابل کې د کانکور آزموینې د دویم پړاو پیلیدو سره سم یو شمېر نجونې زده کوونکې دغه ازموینه کې پر خپل نه ګډون نیوکې کوي.

دغه نجونې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له کانکور ازموینې بې برخې پاتې، وایي، ټول زیار یې په اوبو لاهو شوی او له اسلامي امارت د خپلو حقونو تامین غواړي.

زده کوونکې، نازنین په دی آره وایي: « هغه احساس چې زه یې نن لرم ښایي زما په عمر ډېرې نجونې چې شپې یې ویښې تېرې کړې او دغه ازموینه کې یې د ګډون په هیله له ټولو سختیو سره زده کړه کړې وي، درک کړي.»

له کانکور ازموینې یو شمېر بې برخې نجونې د خپل ناروښانه برخلیک په تړاو اندېښنه څرګندوي او یو ځل بیا د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون او د ښوونځیو  او پوهنتونو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کوي.

زده کوونکې، هاجره وایي: « موږ له اسلامي امارته غواړو چې د نجونو د زده کړو دغه بندیز لمنځه یوسي.»

له دې سره هم مهاله د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د نجونو پر ښوونځو او پوهنتونونو بندیز د هغوی په ژوند کې د ستونزو د زیاتېدو لامل ګڼي.

د ښځو د حقونو فعاله، حمیرا رسا صدیقي و ویل: « نن د دویم ځل لپاره د ښځو د ګډون پرته د کانکور ازموینه ترسره کیږي چې دغې مسلې پر ټولو ښځو رواني اغېزه کړې ده، ځکه دوی د افغانستان نیمه ټولنه ده.»

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، تفسیر سیاه‌پوش هم و ویل: « که د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نشي، نشو ویلای چې یواځې ښځې به سم سبا ونه لري بلکې افغانستان به هم ښه سبا ونه لري.»

د ازموېنو ملي ادارې په پلازمېنه کې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د دویم پړاو ازموېنې له اخیستو خبر ورکړی او ټاکل شوې دغه ازموېنه دوه ورځې دوام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا