اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

مسوولین: په تېرو ۵ میاشتو کې د ۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان غالۍ پلورل شوي

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخندزاده وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان تولید شوې غالۍ ګاونډیو، د سېمې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

اخندزاده وویل: « د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې اوه نیمو میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې دوه میلیونه کیلو ګرامه افغاني غالۍ پاکستان، ترکیه، ایټالیا، ازبیکستان، امریکا، هند، جرمني، متحده عربي اماراتو، چین او نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.»

اخوا د افغانستان د غالیو ټولنه هم د تېر کال پرتله له هېواده بهر د غالیو صنعت د پلور له ۷ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د غالیو د ټولنې رییس نور احمد نوري داسې و ویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د غالیو ټولنې د هڅو په پایله کې په ترکیه او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د افغان غالیو پلور زیات شوی دی. د تېر کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد د ننه هم د غالیو پلور هم اووه سلنه پورته تللی دی.»

د افغانستان د غالیو ټولنه تل د غالیو د صنعت د ملي او نړۍوالو نندارتونونو په جوړولو کې په ونډې لرلو سره وایي که د سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې بهیر کې ستونزو ته رسېدنه وشي او هوایي دهلیزونه هم فعال شي، د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته به د غالیو صادرات لا زیات شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا