اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه
مجاهد ټینګار وکړ؛ دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
دید خبرې آژانس: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سترې محکمې د اعلان له مخې به دوشنبه (د جوزا په ۲۸مه) په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
هغه وویل: یو ځل بیا یادونه کوم چې شنبه د عرفې ورځ نه ده، بلکې یکشنبه د عرفې ورځ ده او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
هغه ټینګار کړی چې دا شرعي حکم دی.
د طالبانو حکومت راتلونکې دوشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د یکشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړی ده.