Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

ملا برادر غور ولایت ته تللي

دید خبرې آژانس: ملا عبدالغني برادر د غور ولایت سېلاب ځپلو ته د خپل سفر په ترڅ کې له زیانمنو شویو سره پر مرستو ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د غور ولایت له وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې او لیدنې په موخه د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ته ورسید.

د رېیس الوزرا اقتصادي مرستيال د غور ولايت د سيمه ييزې ادارې له مشرتابه سره په کتنه کې د دغه ولايت له سيلاب ځپلو سره د مرستو دب رابرولو په باب ډاډ ورکړ او سيلاب ځپلو ته يې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې په چټکتيا ټينګار وکړ.

د ښاغلي برادر په وینا د افغانستان د اسلامي امارت هر چارواکی د ملت پر وړاندې ستر مسوولیت لري او دا مسوولیتونه د طبیعي او ناڅاپه پیښو په صورت کې څو چنده کیږي او مسوولین باید د خپل ولس ستونزې د سیمې په هره سیمه کې حل کړي. هیواد

په غور ولایت کې په تېره یوه میاشت کې سختو بارانونو او سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي او د سېلابونو په لسګونو اوسېدونکي هم بې درکه دي.

دغه راز ويل کيږي چې په دغو سيمو کې د سيلابونو له امله په سلګونو کورونه او دوکانونه او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

د غور د والي وياند ابوالواحد حماس وايي، چې په فيروزکوه ښار کې زيانونه د نورو سيمو په پرتله زيات دي او په دغه سېلاب کې لږ تر لږه زر څاروي هم له منځه تللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button