Uncategorizedافغانستانامنیت او حوادثحکومت

په غور کې د طا-لبانو د والي ساتونکی پر یوې ښځې د جنسي تېري پر مهال ووژل شوه

دید خبرې آژانس: په ولایت کې سیمه ییزو سرچینو وایې چې په دغه ولایت کې د طا-لبانو د والي ساتونکی «ملا حمید شمرغک» پر یوې ښځې د «جنسي تېري» پر مهال وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ٢١مه) د فيروزکوه ښار د کډوالو په ښارګوټې کې رامنځته شوې او په دې ډزو کې يوه ښځه هم وژل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ملا حميد شمرغک د غور د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د غور لپاره د طالبانو د والي ملا احمد شاه دین دوست نږدې خپلوان او د هغه ساتونکی و.

په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو د والي ساتونکي شخصي کالي اغوستي دی.

ځايي سرچينې وايي، چې دغه دوه تنه د دوشنبې په ورځ ماسپښين شاوخوا يوه بجه د همدې ښځې د خاوند له خوا په ډزو وژل شوي دي.

دوی وايي؛ برید کوونکی نیول شوی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال هم د ملا قدوس په نوم د طا-لبانو یوه غړي د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د «سربند صادسیاه» کلي کې تر هغه وروسته، چې پر یوې ښځې د جنسي تېري هڅه یې له مقاومت سره مخ شو او نوموړی یې په ډزو سره وواژه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button