اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ندیم:هیوادونه زمونږ په چارو کې لاسوهنه و نکړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزير د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځنۍ ناسته کې ويلي، چې دوی د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هم ورته هیله لري.

د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزارت د رسنيو دفتر د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د کازان په غونډه کې د طالب وزير ندا محمد نديم د خبرو يوه برخه نشر کړې.

هغه ويلي، چې دوی له نړۍ سره « د اسلام د لارښوونو سره سم مثبت تعامل ته چمتو او لېوال دي.»

نديم که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې ځيني هېوادونه اوس هم د خپلو «شمو اهداف» څخه لاس نه دی اخیستی او د دوی په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

په افغانستان کې واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته ډېر وخت د دې ډلې مشران پر پاکستان نيوکې کوي، چې د دوی په کورنيو چارو کې مداخلې کوي.

د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم د خپلو خبرو په یوې بله برخه کې ويلي، چې دوی د «داعش او نورو تخريب کوونکو کړيو» د له منځه وړلو سره هم مبارزه کړې ده.

نوموړی په دې اړه زياتوي: « موږ د خوارجو لکه داعش او ورته مخربو کړيو سره په کلک عزم مبارزه کړې او کوو يې او په ټول هېواد کې مو د دوی ځالي له منځه وړي دي.»

د طا-لبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځنۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار تللي.

د طا-لبانو لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، چې د دوی دغه دوو مسوولینو په یاده غونډه کې د ګډون تر څنګ په روسيه کې له افغان محصلينو سره هم کتلي او هلته یې د عالي تحصیلاتو له مرکزونو او نندارتون څخه هم ليدنې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا