اسلایدشوافغانستانبرگزیدهورزش او ځوانان

د افغانستان فوټبال له کوېټ څخه ماتې وخوړه

دید خبرې آژانس: د فوټبال د نړیوال او اسیا جامونو د لارموندنې په سیالیو کې افغانستان سه شنبه د جون په ۱۱مه نېټه له کوېټ هېواد ۱ـ۰ ماتې وخوړه او نیغ په نیغه یې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې چانس له لاسه ورکړ.

د الف ګروپ له لوبډلو افغانستان کوېټ ته او هندوستان بیا قطر ته سیالۍ وبایللې چې په پایله کې یې کوېټ او قطر اسیا جام ته نیغ په نیغه لار پیدا کړه.

افغانستان که څه هم د لوبې په لومړۍ نیمايي کې له کوېټ سره برابر روان و، خو د لوبې د دویمې نیمايي په یو اتیایمه دقیقه کې د کوېټ لوبغاړي ګول وواهه.

د اسیا فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د اسیا جام سیالیو لپاره به د لارموندنې درېیم پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د راتلونکي میلادي کال د مارچ په ۲۵مه نېټه پیل شي او د ۲۰۲۶م کال تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې به د هر ګروپ د سر لوبډلې د دې چانس پیدا کړي چې په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا