اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورمهم مطالب

د امريكا امنیت مرکز: طا-لبان د بشري حقونو په اړه باید حساب ورکړي

دید خبرې آژانس: د امریکا متحده ايالاتو د امنیت مرکز په نامه سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې له طا-لبانو سره حساب ورکولو ته اړباسي.

دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي چې د دوحې درېیمه غونډه – کله چې بشري حقونه؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او دا/عش د دغه هېواد لپاره یو نوی ګواښ ګڼل کېږي- مهمه ده.

دغه مرکز زیاته کړې چې په افغانستان کې د دا/عش پراختيا وښوده چې د نړۍ په نورو سیمو کې هم خپل اهداف ترلاسه کولای شي.

د امریکا د امنیت مرکز همدارنګه  له طا-لبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د روسیې او چین پر چلند نیوکه کړې ده.

په دې بيانيه کې خبرداری ورکړل شوی چې که ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې خپل نوښتونه تعقیب نه کړي، نړیواله ټولنه به له طا-لبانو سره د بشري حقونو له معیارونو سره د سمون لپاره یو ارزښتناک فرصت له لاسه ورکړي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان پیچلي وضعیت له دغه هیواد څخه د دا/عش ډلې د شړلو لپاره د طا-لبانو سره د تعامل، فشار او هڅونې نازک ترکیب ته اړتیا لري.

دامريکا دامنيت مرکز همداراز په افغانستان کې دملګروملتو سازمان دوروستيو اقداماتو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې دغه وروستۍ کړنې به په افغانستان کې د ترهګرۍ او دښځو دجنسيتي ځورونې په کمولو کې مرسته وکړي .

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون په قطر کې جوړه شي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان  له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه له طا-لبانو سره «پرېکنده» چلند وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا