Uncategorizedاسلایدشونړۍ

په غزه کې د اوربند پلان په اړه د امنیت شورا لومړنی پرېکړه لیک تصویب شو

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند د پلان په اړه خپل لومړنی پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړه لیک طرحه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندیز شوې او په خبره یې اسراییل له وړاندې دا طرحه منلې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، اوس له حماس ډلې غوښتل شوي چې د اوربند دغه درې پړاوویز پلان ومني.

په پرېکړه لیک کې، چې له روسیې پرته د امنیت شورا ۱۴ نورو غړو مثبتې رایې ورکړې، له اسراییلو او حماس څخه غوښتنه شوې چې له ځنډ او شرط پرته یې اصول عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button