اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: له طا-لبانو سړه له کلونو راهیسې اړیکې لړو

دید خبرې آژانس: د روسیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماریا زاخاروا وايي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره دغه هېواد کې د امریکا او د ناټو د غړو له لوري د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه اړیکې ساتې.

زاخاروا وویل: « دمګړۍ له طا-لبانو سره د اړیکو جوړلو لپاره کار روان دی، خو موږ له کلونو راهیسې اړیکې خوندي کړي، موخه مې دا ده چې دا له طا-لبانو سره زموږ لپاره نوې موضوع نه ده.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د کابل او مسکو اړیکې مهمې ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید رضا حسیني وویل: « روسیه د یوه لوی قدرت په توګه کولای شي د افغانستان په موضوع کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، ادریس خان ځاځي هم وویل: « د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې ښه لوري ته روانې دي او فکر کوم توازن ته پاملرنه ډېره مهمه ده.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د کابل په اړه د مسکو له دریځه ستاینه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې نور هېوادونه دې هم دغسې دریځ غوره کړي.

د روسیې ولسمشر تېره ورځ په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا