اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

ملګرو ملتونو عربستان ته د طا-لبانو څلورو کسانو ته د سفر اجازه صادر کړ

دید خبرې آژانس: د ملګروملتونو امنیت شورا د حج دمناسکو د ترسره کولو لپاره  د طا-لبانو ډلې څلورو مشرانو لپاره  سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړ.

د ملګروملتونو امنیت شورا  په یوې اعلامیه کې وويل،  د افغاسنتان د ریس الوزرا  سیاسی مرستیال محمد عبدالکبیر، دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب لپاره مجوز صادر کړی تر څو د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره عربستان ته سفر وکړي.

د ملګروملتونو د  امنیت شورا ددغې اعلامیه پر بنسټ، د طا-لبانو د دغو لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر اجازه وړمه شپه یعني د جوزا په ۱۷صادر شوی دی.

دغه کسان  د ملګروملتو د بندیز په لیسټ کې شامل دي او ممنوع السفر دي.

داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا  متحده عربی اماراتو ته د  سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق  وروستي سفر ته کومه اشاره نه ده کړې او مشخصه نه ده چې دغه سفر هم د امنیت شورا په  اجازه تړسره شوی دی او کنه، خو ځیني راپورونه ښئ چې  متحده عربی اماراتو ته د افغانستان د طا-لبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو په سفر دامریکا خارجه وزارت بیګا خبل غبرګون ښودلی او ويلي دي چې هیوادونه باید د بایکاټ شوو کسانو د سفرونو په باب قواعد  او مقررات ترسړه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا