اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونه

په سرپل کې د طا-لبانو له لوري لسګونو کسانو ته سزا وړکول د یوناما لخوا وغندل شو

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په سرپل ولایت کې د طا-لبانو له لوري په عام محضر کې د لسګونو کسانو په مترکو وهل وغندل.

یوناما پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپره کړې، پر طا-لبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “په سرپل کې د افغانستان د چارواکو له خوا ۶۳ تنه په عام محضر کې ووهل شول. یوناما د جسمي مجازاتو غندنه تکراروي او د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته د درناوي غوښتنه کوي.”

د سې شنبې په ورځ، طالبانو د سرپل ولایت په یوه لوبغالي کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په بېلابېلو تورونو د عامو خلکو په مخکې په شلاقو ووهل.

د بشري حقونو سازمانونو په ځلونو د طا-لبانو له لوري په عام محضر کې تورونو کسانو ته جسمي سزاوې غندلي او ورڅخه غوښتي چې دا ډول سزاوې پای ته ورسوي، خو طا-لبان وايي چې شریعت تطبیقوي او له دې ډول سزاوو لاس نه اخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا