Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

کرزی امریکا ته تللي

دید خبرې آژانس: پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل مشر ورور قیوم کرزي په جنازه کې د ګډون لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته تللی دی.

قیوم کرزی د ۷۷ کلونو په عمر تېره چهارشنبه ناوخته د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې د ناروغۍ له کبله مړ شو.

ویل شوي، د هغه د جنازې مراسم به نن په مریلنډ کې وي.

قیوم کرزی په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو و چې بیا د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شوی و.

حامد کرزی چې د خپلو سترګو د درملنې لپاره په جرمني کې و چې له هغه ځایه امریکا ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button