Uncategorizedسپورت

افغانستان په شل اوریز نړیوال جام کې یوګانډا ته د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ

دید خبرې آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې د یوګانډا پر وړاندې ۱۸۳ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبي ۱۴ منډې وکړې.

په پړوني سیالۍ کې د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د ۱۵۴ منډو منډو ملګرتیا کړې وه.

یوګانډا ته بیا په توپ اچونه کې کاسمس چیوتا او براین مصابا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

یوګانډا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button