Uncategorizedاقتصاد او پرمختګ

طا-لبان په نمیروز ولایت کې دبهرنیو اسعارو راکړه وړکړه بنده کړله

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په نیمروز ولایت کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مارکېټونه، دوکانونه او غرفې وتړلې

په نیمروز ولایت کې هغه مارکېټونه، دوکانونه او غرفې د طا-لبانو لخوا تړل شوې چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوله.

نیمروز له ایران او پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري او د راپورونو له مخې ایراني تومان او پاکستاني روپۍ په‌کې کارول کېږي.

د طا-لبانو ولایتي چارواکو پرون دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا اقدام یې د ښاري نظم د کمېټې په وړاندیز کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې دا پرېکړه له څو سپارښتنو وروسته عملي شوه.

که څه هم د افغانستان په بېلابېلو سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو د کاروونې د مخنیوي لپاره د افغانستان د تېر نظام له‌خوا هم هڅې شوې وې، خو تر څه مودې وروسته به بیا په تومان یا پاکستاني روپیو پلور او پېر کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button