اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د ایران مشر: د اسرائیلو رژیم مخ پر ختمېدو دی/ فلسطین د نړۍ لومړۍ مسئله ده

دید خبرې آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای دې ته په اشارې سره چې د فلسطین مسئله اوس د نړۍ لومړۍ مسله ګرځیدلې ده زیاته کړه: اوس د امریکې په پوهنتونونو کښې محصلین د فلسطین د خلکو په ملاتړ شعارونه ورکوي. د ایران مشر همدارنګ ټینګار وکړ چې د اسرائیلو رژیم د ختمېدو په حال کښې دی او د نړۍ خلک به یې ووینی.

د ایران د اسلامی جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای د ایران د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی (ره) د رحلت د کلیزه په مراسم کې د هغه په ​​زیارت کښې وویل:

نن غواړم چې د عالیقدر امام له نظره د دوو مهمو مسايلو په اړه چې د جوزا له وروستۍ مياشتې څخه تر نن ورځې پورې پېښ شوي، يو څو خبرې بيان کړم. یوه د فلسطین مسله ده چې نن ورځ د نړۍ لومړۍ مسله ده او له یوه ستر ولسي برید سره پیل شوه او پایلې یې تر نن ورځې پورې د نړۍ سترګې اړولې او د نړۍ لومړۍ مسله یې ګرځولې ده.

هغه د ایران د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د هیلی کوپټر د غورځیدو په اړه زیاته کړه: زمونږ د ګران او محبوب ولسمشر د وژل کیدو یوه ترخه او ستره پیښه ده. دا پیغامونه لري؛ د هیواد په کورنیو او هم د نړۍ په ډګر کې زمونږ د ولسمشر او د هغه د ملګرو شهادت چې د انقلاب په تاریخ کې یو له مهمو مسئلو څخه ګڼل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر د وینا ځینې مهم ټکي په لاندې ډول لوستلی شئ

فلسطین

– هغه څه چې امام خمیني (ره) د فلسطین د راتلونکي په اړه وړاندوینه کړې وه نن پوره کیږي.

– عالیقدر امام د شوروي پخواني ولسمشر ته لیکلي چې د کمونیستي رژیم د هډوکو د ماتیدو غږ اورم. دا یو له تل پاتې تاریخي جملو څخه دی.

– در نهضت په لومړی ورځو  کي وویل، چې دوی ځي، تاسو پوهیږي.

– د فلسطین په اړه امام وویل: په خبرو اترو زره به بندوي.

امام وويل دفلسطين ولس بايد پخپله دعمل په ډګر کښې خپل حق واخلي او صهيونيسټ رژيم په شاتګ ته مجبور کړي .

طوفان الاقصی

– فلسطینیان دښمن د الاقصی په طوفان کې د میدان په کنج کي یوړل چې هلته د وتلو لاره نشته.

– د الاقصی طوفان عملیات صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته یو تعین کننده ګوزار وو.

– طوفان الاقصی برید د دښمن شوم پلانونه شنډ کړل.

– د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې د هغوی د شوم پلانونه د باطلیدو یو اعصبی غبرګون دی.

– طوفان الاقصی په خپل وخت پیښ شو.

-طوفان الاقصی صهیونیسټ رژیم په داسې یوه لاره کښېنولی چې له تخریب او تباهۍ پرته بل څه نه دی .

-لوېدیځ تحلیل کوونکي په دې باور دي چې صهیونیسټ رژیم د طوفان الاقصی په عملیاتو کښې د مقاومت له ډلې له سختې ماتې وخوړله.

-یو غربي تحلیل کوونکي وايي، د طوفان الاقصی به نړۍ بدله کړي.

– د فلسطین مسله د نړۍ لومړۍ مسله ګرځېدلې ده. په امریکايي پوهنتونونو کې د فلسطین په حق کې شعارونه ورکول کیږي.

– د غزې  خلکو د ژړا پیښي هغه لګښتونه دي چې د فلسطین ملت یې د خلاصون لپاره ورکوي..

د اسراییل سرنوشت:

– صهيونيسټ رژيم ځان په يوه داسې مرګوني دهليز کې غورځولی چې له هغې څخه د وتلو لاره نشته.

– صهیونیسټ رژیم په ختمیدو دی، د نړۍ خلک یې ویني.

شهید رئیسی

– ښاغلی رییس او ملګري یې د خلکو د خدمت په لاره کې ووژل شول؛ موږ يې د خدمت شهيدان ګڼو.

-ګران او قدرمن ولسمشر او ملګري یې د قدر وړ وفادار او مومن خلک وو.

-زموږ د ګران ولسمشر په اړه ټولو دا ومنله چې هغه د کار او خدمت، پاک او صداقت سړی و.

-ګران ولسمشر، ایران د نړۍ د سیاسي مشرانو په سترګو کې ودرېد.

-ولسمشر له هغو کسانو سره چې له ده سره یې ظلم کړی، له عزت سره چلند کړی. هغه د دښمن په موسکا باور نه درلود.

– د محبوب ولسمشر له لاسه ورکولو وروسته، ټول خبري رسنۍ د هغه د خدماتو په اړه خبرې کوي؛ زما زړه د رئیسي لپاره سوزیدلی و، د هغه په ​​​​ژوند کې دوی د دې شیانو په اړه یوه کلمه هم نه غوښتل.

– د مصیبت په وړاندې یو عکس العمل د انسان لپاره دی چې ودریږي او له مصیبت څخه فرصت رامینځته کړي.

– د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ایرانیانو شتون او په ملي غونډو کې ګډون

-د ګران ولسمشر لپاره د خلکو عزاداری یوه حماسه و.

د خلکو غونډې وښودله چې د ایران ملت حوصلې لري او هیڅکله نه ستړي کیږي او له خپلو چارواکو سره احساساتي تړاو لري.

د ایران راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې

– په ټاکنیزو سیالیو کې باید اخلاق حاکم وي.

– انشاالله د ایران د ملت لپاره به یو وړ ولسمشر وټاکل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا