افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهور

ملي مقاومت جبهه: په کابل او هرات کې مو څلوړ طالبان ووژل

دید خبرې آژانس: د ملي مقاومت په نوم د طا-لبانو ضد جبهې ادعا يي کړې چې په کابل او هرات کې یې د طالبانو څلور سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غړو یې د کابل د اوومۍ ناحیې په واصل آباد سیمه کې تېره شپه د طا-لبانو پر یوې پوستې برید کړی چې دوه تنه یې وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې تېر ماخوستن د هرات په انجیل ولسوالۍ کې هم د دوی په ورته برید کې دوه طا-لب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

طا-لبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا