برگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په جرمني کې یوه افغان کډوال یو پولیس ووژل

دید خبرې آژانس: د جرمني په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر په هغه ځای کې څېړنې کوي چې د دوی یو بل همکار د چړو په ګوزارونو ټپي شوی و چې د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه. دغه پېښه د مې په ۳۱مه شوې ده.

د منهایم ښار د پولیسو افسر ۲۹ کلن رووېن “اېل L” له ټپي کېدو وروسته تر پرونه د ماشین په مټ څو ورځې ژوندی ساتل شوی و.

د راپورونو له مخې دا جرمن پولیس د جمعې په ورځ سهار د سلیمان “اې A” په نوم د یوه ۲۵ کلن افغان کډوال له‌خوا څو چاقو په غاړه او سر وهل شوی و.

ویل کېږي د جرمني پولیس په چړو وهل شوی او تورن کس افغان دی چې د پولیسو له لوري تر ټپي کېدو وروسته اوس روغتون کې بستر دی.

ویل کېږي د جرمني پولیس په چړو وهل شوی او تورن کس افغان دی چې د پولیسو له لوري تر ټپي کېدو وروسته اوس روغتون کې بستر دی.

بریدګر په منهایم ښار کې له یاد پولیس مخکې لږ تر لږه پنځه نور کسان، چې د پاکس اروپا اسلام ضد ښي اړخي ډلې غړي وو په چړو ووهل او ټپیان یې کړل.

په ټپیانو کې د دې اسلام ضد ډلې د بورډ غړی مایکل ستورزینبرګر هم شامل دی.

په جرمن پولیس د چاقوګانو د ګوزارونو د تاوتریخجنې شېبې عکسونه په خواله رسنیو هم لاس په لاس کېږي چې د کډوالو ضد ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي.

بریدګر د پولیسو په ډزو کې ټپي او له جمعې ورځې راهیسې په روغتون کې بستري دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا