اسلایدشواقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

بریښنا شرکت: د کاسا زر پروژه د روان کال په غويي میاشت کې پیلیږي

دید خبرې آژانس: د افغانستان برښنا شرکت له نړۍوال بانکه غواړي څو افغانستان کې د برېښنا د کاسا زر پروژې پاتې چارې بشپړې کړي.

د دغه شرکت ویاند ویلي، د کاسا زر پروژې په وسیله له قرغېزستانه پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان په کال کې نږدې ۷۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د برښنا شرکت ویاند، حکمت الله مېوندي وویل: « له نړۍوال بانک غواړ چې د دغې پروژې پیل لپاره ژر تر ژره ګړندی ګام پورته کړي څو په کمه موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د هغه په خبره، برښنا شرکت د افغانستان په خاوره کې د کاسا زر پروژې د ژر او ښه پلي کېدو لپاره له نړۍوال بانک سره همکارۍ ته  چمتو ده.

حکمت الله مېوندي په دې اړه زیاته کړه: « برښنا له قرغیزستانه پاکستان ته لېږدول کیږي او دا یوازې افغانستان لپاره نه ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهمه پروژه ده.»

له دې سره سم، د قرغېزستان د انرژۍ وزارت د یوې داسې طرحې له جوړولو خبر ورکړی چې، لمخې به یې، قرغېزستان او تاجیکستان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.

په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې قرغیزستان او تاجیکستان په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا صادرات پیل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا