اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

محقق: د ایتلاف نجات موخه له بحرانه د افغانستان ژغورل دي

محمد محقق د اجرایه ریاست دویم معاون له ترکیې تر راستنېدو روسته رسنیو ته وویل : د ایتلاف نجات موخه له بحرانه د افغانستان ژغورل او اصلاحات دي.

د دید خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، محمد محقق د هېواد له ناخوالو سر وټکاوه او و یې ویل، چې د هېودا د ټولو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزه په ملي وحدت حکومت کې د یوې ځانګړې  ډلې په لاس کې د قدرت تمرکز دی.

ښاغلي محقق وویل و چې د هېواد د ستونز هواري لار د یو بل حذف نه بلکې د ټولو سیاسي اړخونو منل دي.

هغه د ترکیې د مذاکرتو په مثبت بللو سره اعلام کړل چې موږ هوکړه کړې تر هغه چې په ملي وحدت حکومت کې بنیادي اصلاحات رانشي یو دبل تر څنګ به یو.

محقق پر ارګ نیوکه وکړه، چې تکروي کوي او که دې سیاست ته یې دوام ورکړ؛ نو هیواد به ژور سیاسي بحران ته ولاړ شي.

په دې روستیو کې محمد محقق، دوستم او عطا محمد نور یو ایتلاف رامنځ ته کړی او وايي چې موخه یې د اوسنیو حالاتو ښه کول او د جمهور رییس انحصار ګرایی ختمول دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا