اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په پکتیکا کې بې پیلوټه الوتکې ۸ تنه ووژل

دید خبرې آژانس:د پکتيکا ولايت ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې لخوا يو موټر په نښه شوی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه پيښه تير ماښام دجوزا په ١٢مه دګومل ولسوالۍ په ترخه سيمه کې رامنځته شوه او په دې بريد کې اته تنه وسله وال کسان وژل شوي دي.

د رسنیو په وینا د بې پیلوټه الوتکې هدف یو موټر و چې وسله وال کسان پکې سپاره وو. د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د قربانیانو هویت او بې پیلوته الوتکې ملکیت هم معلوم نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي دي. که څه هم طا-لبانو په وار وار اعلان کړی چې د افغانستان هوايي حریم د امریکا تر اشغال لاندې دی، خو په ځینو مواردو کې د پاکستان حکومت هم په ورته مواردو کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د تحریک طا-لبان پاکستان غړي په نښه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا