اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

طا-لبان: په هرات کې د امام زمان پر جومات د برید په تړاو د دا/عشي وسله وال نیول شوي دي

دید خبري اژانس: په هرات کې د طا-لبانو د والي مرستیال مہاجر فراهي اعلان وکړ چې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات د بریډ په توړ کې د دا/عش وسله وال نیول شوی دی.

د سرپرست والي مرستيال نن (د زمري ١٢مه) په خپل اکونټ کې ليکلي، چې له نيول شويو کسانو څخه يو ځانمرګي واسکټ، يو موټر او يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي.

ښاغلي فراهي نیول شوي کسان “فساد کوونکي” بللي دي. طا-لبان معمولاً دا/عشی خلکو ته په دې لقب سره اشاره کوي.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نن (شنبه د زمري ۱۲مه) یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې دغې ډلې په تېرو اتو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شیعه خلکو پر ضد څو مرګوني بریدونه کړي دي.

د ثور په ۱۰ مه شپه وسله والو کسانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ.

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې په دغه برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ عبادت کوونکي وژل شوي دي. له دې پیښې یوه ورځ وروسته،  دا/عش په خپل ټلګرام چینل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې پیښې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو چې “یو نامعلوم وسله وال د کلاشینکوف په وسیله د جومات پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.”

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا