Uncategorizedاسلایدشوامنیت او حوادثسیمهنړۍ

په پاکستان کې چاوډنه / ۷ امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتي

دید خبړې آژانس:پاکستانی رسنیو وايي چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوه ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له امله درې امنیتی ځواکونه وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې امنيتي ځواکونه د خيبر پښتونخوا ايالت په سربنګله او ترخانان سيمو کې په ګزمه بوخت وو.

د ایندیا تی وی د راپور له مخې، د نننۍ چاودنې ټپیان روغتون ته وړل شوي او امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره سیمې ته ورغلي او ټوله سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دي آخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طا-لبان پاکستان ۲۳ جنګیالي او ۷ پاکستاني امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.

د پاکستان د فکری مرکز په وینا، د 2024 په لومړۍ میاشتو کې، پاکستان لږ تر لږه د 245 تروریستي بریدونو شاهد و، چې په عمده توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په تاوتریخوالو ایالتونو کې چې په پایله کې یې د ملکي وګړو امنیتي پرسونل او یاغیانو په منځ کې 432 تنه وژل شوي او 370 ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ۸۶ سلنه بریدونه شوي دي چې به ترڅ کي  ۹۲ سلنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

په دې لړ کې تېره میاشت د پاکستان تحریک طا-لبان اعلان وکړل چې یوازې د اپریل په میاشت کې یې د پاکستان په خاوره کې شاوخوا سل بریدونه کړي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ترسړه شوي دي.

دغه راز په دغو بريدونو کې زياتره پاکستاني پوځيان په نښه شوي دي. د دغه راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۴۳ پاکستانی امنیتی ځواکونه وژل شوی دی.

Back to top button