اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهروستي خبرونهمهم مطالب

زرغون بهیر: باجوري، په کونړ کې د پاکستاني دا/عش قومندان د یو تشکیلات د جوړولو په لټه کې دي

دید خبرې آژانس:د افغانستان زرغون بهیر چې مشري یې د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح په غاړه ده، په خپل رسمي اکاونټ ایکس کې د یوه مطلب په خپړول سړه ویلی، محمد امان باجوړي چې په ابو طلحه مشهور ده د دا/عش خراسان مشهورو قوماندانانو څخه  اوس د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې شتون لري. نوموړي تر دې وړاندې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او اوس په دې لټه کې دی چې د داعش لپاره یوه لویه اداره جوړه کړي. باجوړ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت څخه دی.

دا معلومات په داسې حال کې خپریږي چې د طا-لبانو حکومتي چارواکي تل په هیواد کې د دا/عش په ګډون د نوړ تروریستي ډلو د شتون ادعاوې ردوي او وایي چې دا/عش په هیواد کې فزیکي حضور نه لري. خو دا/عش ترهګرې ډلې په وروستیو میاشتو کښې په دغه هیواد کښې مرګونې حملې کړې دي.

د ویلو وړ دي چې د افغانستان په چارو کې د روسیه ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون له روسیې د راسیا ۲۴ سره په مرکه کې ویلي ده چې طا-لبان د بهرنیو هېوادونو د مالي ملاتړ له امله په افغانستان کې د دا/عش د له منځه وړلو توان نه لري.

په همدې حال کې په تېرو څو ورځو کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ هم په افغانستان کې د دا/عش خراسان د ودې او پراخېدو اعلان وکړ.

د دغه څېړنيز بنسټ په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان او د پاکستان په ځينو برخو کې د ځينو ترهګرو ډلو د فعاليتونو زمينه برابره ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا